د معلوماتو امنیت

امنیت او محرمیت د USCENTCOM DoDRP پروګرام مهم اړخونه دي. ټول هغه معلومات چې دغه پروګرام ته سپارل کېږي، کوډ کېږي او په خوندي ډول پروسس کېږي. د معلوماتو ورکوونکو هویت په جدی توګه پټ ساتل کېږي.

موږ څنګه ستاسو معلومات خوندي ساتو؟

موږ ستاسو د شخصي معلوماتو امنیت جدي نیسو او د امنیت لپاره یی قوي تخنیکي او اداري تدابیر مو نیولي دي. که څه هم هېڅ سیستم ۱۰۰٪ خوندي نه‌شي کېدای، موږ تل هڅه کوو چې خپل امنیتي تدابیر لا پیاوړي کړو. که څوک کوشش وکړی زموږ امنیت ته ضرر ورسوي، ډاډ درکوو چې موږ ژر او مؤثر ځواب ورکوو. د معلوماتو د خوندي ساتلو لپاره موږ سپارښتنه کوو چې له خوندي شبکې زموږ وېب‌پاڼې ته لاسرسی وکړئ.

موږ کوم معلومات په اتومات ډول راټولوو؟

کله چې تاسو زموږ وېب‌پاڼې ته ورشئ، نو موږ اتومات ډول ځینی معلومات راټولوو لکه ستاسو IP ادرس، د براوزر ډول، د وسيلې معلومات، عملیاتي سیستم، عمومي موقعیت، او د وېب‌پاڼې د کارونې طرز. موږ هغه تېروتنې هم ثبتوو چې که سیستم له کومې ستونزې سره مخ شي. دا معلومات د کوکيز (cookies) او ورته ټکنالوژیو له لارې راټولیږي.

موږ دا معلومات څنګه کاروو؟

  • د خپلو خدمتونو د خوندي ساتلو لپاره. موږ کیدای شي ستاسو معلومات د وېب‌پاڼې د امنیت (لکه د درغلیو مخنیوي) لپاره وکاروو.
  • د خپلو شرایطو، اصولو، او پالیسۍ د تطبیق لپاره او د قانوني/نظارتي غوښتنو پوره کولو لپاره.
  • د روان فعالیت بشپړولو او ملاتړ لپاره.
  • د وېب‌پاڼې او سیسټم د اداره کولو او ساتلو لپاره.
  • د څېړنې او پراختیا لپاره.
  • د قانون پلي کوونکو ادارو له‌خوا د منظور شوو کارونو ترسره کولو لپاره.

نوره معلومات غواړئ؟

که تاسو غواړئ زموږ د معلوماتو د ساتنې د په اړه نور جزئیات زده کړئ، نو موږ سپارښتنه کوو چې د امریکا د دفاع وزارت د محرمیت پالیسي بشپړ متن دلته ولولئ.