د خوندي راپور سپارلو لپاره لارې چارې

څنګه راپور وسپارو؟

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د مرکزي قوماندانۍ د انعامونو پروګرام ته د خوندي راپور سپارلو څو لارې شته.

لطفاً خپل معلومات په واضحه او لنډ ډول وړاندې کړئ. خپل نوم، د اړیکې معلومات، موقعیت، خوښې ژبه، د راپور تفصیل او که کوم اړوند فایلونه لرئ، شریک کړئ.

دا پروګرام ټول ترلاسه شوي راپورونه لولي، نو مهرباني وکړئ حوصله وکړئ.

د دې په اړه نور معلومات چې څنګه ستاسو معلومات ساتل کېږي، دلته کلیک وکړئ.

څنګه کار کوي

د انعامونو ارزونه

سپارل شوي راپورونه کوډ کېږي او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د مرکزي قوماندانۍ له ټاکل شویو چارواکو سره په خوندي توګه شریکېږي، تر څو ارزونه، څېړنه او تایید شي.

  1. 1 د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د مرکزي قوماندانۍ د انعامونو پروګرام هغه معلومات تشخیصوي چې ارزښت لري.
  2. 2 دا پروگرام راپورونه له بېلابېلو خوندي لارو ترلاسه کېږی.
  3. 3 ټاکل شوي چارواکي راپورونه څېړي او ارزوي.
  4. 4 که راپور ګټور او رښتینی وي، راپور ورکوونکي ته پټه توګه انعام ورکول کېږي.

د راپورونو د لوړ حجم له امله، ښايي د ستاسو راپور پروسس کول یو څه وخت ونیسي، خو ډاډه اوسئ چې ستاسو راپور به حتمي وکتل شي.

How it Works
څنګه کار کوي

د انعام ورکولو بهیر

که راپور هم رښتینی او هم ګټور وپېژندل شي، د پروګرام مسؤلین به له راپور ورکوونکي سره په پټه توګه اړیکه ونیسي او ورته انعام ورکړي. راپور ورکوونکی کولای شي نغدي یا عیني (غیرنغدي) انعام ترلاسه کړي.

راپور ورکړئ

معلومات ورکړئ. انعام واخلئ. خپل ټولنه خوندي وساتئ.

راپور ورکړئ