Article Image

د نشه يي توکو ناقانونه قاچاق

د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې، د امریکا د متحده ایالاتو د سمندری ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (NAVCENT) د دفاع وزارت د انعامونو د پروګرام سیمه‌ييز تماس‌کرښه داسې مهم معلومات ترلاسه کړل چې د  هرمز تنګي ته  نږدې د غیرقانوني مخدره موادو د نړېوالو اوبو له لارې د انتقال په اړه وو،. د دغو مخدره موادو د پلور عواید د ترهګريزو ډلو د مالي تمویل لپاره کارېدل. NAVCENT د یوه نا‌اشنا کس له خوا مشخص معلومات ترلاسه کړل چې پکې د ځينو «دهو» نومې کښتیو، پکې سوار کسانو، د ناقانونه مخدره موادو تفصیل، او د احتمالي وسلو د لېږد یادونه شوې وه.دغه راپور NAVCENT ته دا زمینه برابره کړه چې د قاچاق ځانګړو لارو، د قاچاق عملیاتو عملي پوهې، او د ناقانونه لېږد بهیر ژور درک ترلاسه کړي.

Article Image

دغه معلومات د NAVCENT د قاچاق ځانګړو لارو، د عملیاتو عملي پوهې، او د غیرقانوني انتقال د بهیر د ښه پوهېدنې سبب شول.
د راپور ورکوونکي له خوا ورکړل شوي معلومات به د امریکا او د هغې د متحدینو د ځواکونو لپاره د راتلونکي خطر مخه ونیسي. د ورکړل شویو معلوماتو او مرستې په بدل کې، راپور ورکوونکی به ۵،۰۰۰ امریکايي ډالره انعام ترلاسه کړي


راپور ورکړئ

معلومات ورکړئ. انعام واخلئ. خپل ټولنه خوندي وساتئ.

راپور ورکړئ