An official website of the United States Government

Eng

د دفاع وزارت مرکزي قومندانۍ د ډالیو خپرونه څه شی ده؟

د دفاع وزارت ډالۍ خپرونه د شرایطو وړ هغوکسانو ته ډالۍ ده چي نه وژونکي معلومات یا مرستې د امریکا متحده ایالاتو یا دهغوي متحدینو ته وړاندې کوي ترڅو د تروریزم په وړاندي مبارزي د ځواکونو ساتنه وکړي او هغوي د تروریزم په وړاندې مبارزي لپاره پیاوړي کړي، رغول شوی دی.

خپرونه څنګه ترسره کیږي؟

  • اشخاص خپل معلومات د ویب پاڼې فارم له لارې راواستوی، یا د غږیز پیغام لیږلو لپاره ٢٧٧٩٣٤٣ (٢٥١) ١+ ته زنګ ووهئ.

  • ستاسو معلومات به خوندي وي او د دفاع وزارت مرکزي قومندانۍ سره شریک کیږي، له ارزولو نه وروسته تائیدیږي.

  • که چیري معلومات خوندي او سم وي له تائید وروسته او په احتیاط له اطلاع ورکونکي سره اړیکه نیول کیږي او په همدې اساس نوموړي ته جایزه ورکول کیږي.

کوم کار د یو ښه جایزې سبب کیدای شي؟

کره او له جزئیاتو سره برابر معلومات ډېر د تايید وړ ګرځي او ډالۍ ورکول کیږي، په ځانګړي توګه هغه معلومات چي د امریکې متحده ایالاتو د دفاع وزارت د مرکزي قومندانۍ د پام وړ کسان او فعالیتونو په هکله وي، ډېر معلومات ستاسو د ګټلو چانس سبب کیدایشي، لکه:

  • د معلوماتو دقیق صحت او اعتبار.

  • که چیري اطلاعات په وخت سره وړاندې شي.

  • د اطلاع ورکونکي بشپړ معلومات وړاندې کول دهغه سره د اړیکې نیولو په موخه، لکه پته، د موبایل یا ټيليفوني اړیکي شمیره.

  • یواځې د یوځل لپاره معلومات ویبسایت کې ایښودل.

په یاد ولرئ چي مونږ خوندیتوب او اطلاعات خورا په جدې نیسو. هر ډول معلومات، لکه د هغه په هکله جزئیات چې له مونږ سره معلومات شریکوي، خوندي وي او ساتل کیږي.

د جایزې وړ معلومات کوم دي؟

د ډالۍ وړ معلومات یا هغه معلومات یا مرستې دي چي نه وژونکي وي، ترڅو د امریکې دمتحده ایالاتو ځواکونو او د هغو ملګرو ته پیاوړتیا ورکړي چی د تروریزم پر وړاندې مبارزه وکړي او ددغي ځواکونو په خوندیتوب کې مرسته وکړي.

درلودل، خو تړلي معلوماتو پورې محدود نه:

  • هغه کسان یا سازمانونه چي امریکې اتباعو او شتمنیو پر وړاندې د نړیوال تروریستي طرحو جوړولو او فعالیتونو په حال کې دي.

  • هغه کسان یا سازمانونه چي پخوا د یو ترورویستي کړنې مسئول دي.

  • هغه معلومات چی له ځواکونو څخه ساتنه، او د تروریستي بریدونو په مخنیوي او یا شڼدولو کې مرسته وکړي.

  • د تروریستي ډلو بریدونه او د پیسو د لیږد یا د سازمانونو په واسطه د مالي مرستي څرنګوالي.

  • د تروریزم د مالي ملاتړ لپاره د پیسو د راټولولو طریقي او آلي، لکه د غیر قانونی موادو قاچاق چي ددي ډلو د مالي ملاتړ او کسانو لپاره ترې ګټه پورته کیږي شامل وي.

  • د بی پیلوتو طیاری، او د هغو د بیا موندل شوي دستګاوي او ټوټې، د وسلو ځیرمې، ناچاودیدونکي توکي یا کیمیاوي وسلې.

  • د امریکې متحده ایالاتو ځواکونو په وړاندي انفرادي او چریکی بریدونه

  • د تروریستي سازمانونو غړي

حتی که چیرې تاسو فکر کوی چی ستاسو معلومات مهم ندي، کیدایشي په ځیني څیړنو کې مرسته وکړی او د ډالۍ ور وي.

د جایزې ارزښت.

هر فعالیت د مختلفو جایزو ارزښت لري. هرڅومره چي معلومات شخص پوري تړلي او مهم وي، د ډيرو جایزو ارزښت لرونکي وي.

د ډالیو ارزول د مختلفو عواملو پوري تړاو لري، لکه داچي د امریکې متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ ستاسو استول شوی معلومات څومره ارزښتناکه ګڼي او د کومي منځته راتلونکي حادثې څخه ستاسو د معلوماتو پر بڼسټ مخنیوی کیدایشي.

د بخشش لومړيتوب

د تروریستي ډلو د عملیاتو معلومات چي د لاسرسۍ څرنګوالی، د مالی مرستو لیږد او ګټه پورته کول د سازمانونو پواسطه وي. دغه معلومات د نامشروع او نیمه قانوني بهرنې تروریستي سازمانونو د فعالیتونو په پیژندلو کي چي د تروریستي کړنو او د متحده ایالاتو د ځواکونو او د هغوي د متحدینو ته ګواښ وي مرسته کوي.

د بی پیلوتو طیاری ګواښونه یا بیا موندل شوی دستګاه او ټوټې.

د امریکایي ځواکونو په وړاندې یوازې بریدونه.

د وسلو ذخیرې.

د بخششي لپاره سپارل

د له جزئیاتو سره برابر ډیر او کره معلومات. د ډالئ وړ ګرځي

* په هیله مندۍ سره ټول پړاوونه مکمل کړئ

* مهربانې وکړئ ټول پړاوونه بشپړ کړئ

Earn a reward. Make a difference.

There are a number of ways to securely submit a tip to the USCENTCOM Department of Defense Rewards Program. You can choose from multiple platforms and submit a tip in your preferred language.

We ask that you state your information as succinctly as possible. Provide your name, contact details, preferred language, detailed tip and any relevant files.

Submit a Tip

Fill in the contact form below

Tips that are accurate and detailed are more likely to be verified and rewarded.

* There has been an error, please try again

1
2
3
1
2
3
1
2
3

Success

Thank you for submitting your tip.

The USCENTCOM Department of Defense Rewards Program reads every tip received, so please be patient.

Return to Homepage